د فراه ولایت د شپږمې ناحیې د کانال د استنادي دیوال د پروژې چارې چې له ۹۹۷ زره افغانیو څخه ډېر ارزښت لري پیل شو

rahyab
Tue, Jul 22 2025 10:14 PM
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم، د طبیعي پېښو له امله د رامینځته کېدونکو خطرونو د کمولو لپاره، په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره یو ملیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په دې برخه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د لومړنیو سروې ګانو له ترسره کولو وروسته د هېواد په کچه وړ او بیړني پروژې پلي کوي.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د شپږمې ناحیې (هوایی ډګر سیمې) په کانال کې د ۱۱۸ مترو په اوږدوالي او ټولټال ۹۹۷،۵۳۷.۲۵ افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال جوړول پیل کړل.
د دې پروژې د پرانیستنې مراسم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد اسراییل سیار، د اطلاعاتو او کلتور رییس؛ محترم مولوي عبدالحی سباوون، د ولایت د مقام ویاند؛ حافظ مولوي عبدالمالک اسامه، او یو شمیر مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول او د دې پروژې ډبره کېښودل شوه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد اسراییل سیار، د پروژې په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل چې د فراه ولایت شپږمه ناحیه، په ځانګړي ډول د احمد آباد کلی، هر کال د باراني موسم په جریان کې د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ کيږي. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به له ۶۰۰ څخه ډیرې کورنۍ د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.
ورپسې، د اطلاعاتو او کلتور رییس، محترم مولوي عبدالحی سباوون دا پروژه د ځایي خلکو د ژوند او ملکیت د ساتنې لپاره یو مهم او حیاتي ګام وباله او له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د پروژې د پلي کولو په پروسه کې له اړوندو مسؤلینو سره بشپړه همکاري وکړي.
په پای کې، د فراه ولایت د مقام ویاند؛ حافظ مولوي عبدالمالک اسامه، د خبرو په لړۍ کې وویل چې د استنادي دیوال جوړول د زیان منونکو سیمو د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره یو اغېزمن اقدام دی او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هڅو ستاینه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل کېږي او د ساختماني او سړک جوړونې شرکت "شمس افغان ژوند" لخوا پلي کیږي.

نیټه: ۱۴۴۷/١/٢٦هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .