د سمنگان ولایت په مرکز کې د یو استنادي دیوال د ترمیم کار پیل شو

tamim_azimi
Mon, Jul 14 2025 4:26 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په آسیای عرب سیمه کې د یو کیبلي پل استنادي دیوال، چې  د سېلابونو له امله دوه برخې یې زیانمنې شوې وې، د ترمیم کارونه یې د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً پیل کړل.
 یاد دیوال چې یوه برخه یې ۵ متره اوږدوالی، ۴ متره پلنوالی او ۱۲ متره لوړوالی لري او بله برخه یې ۵ متره اوږدوالی، ۳ متره پلنوالی او ۱۲ متره لوړوالی لري، ټولټال د اته سوه نه شپېته زره او اته سوه شپږ نوي (۸۶۹,۸۹۶) افغانیو په لګښت له  پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري ترمیم کېږي. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي احسان الله احسان وويل، چې د دې استنادي دیوال په ترمیم سره به د سېلابونو پر وړاندې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې خوندي پاتې شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Nov 20 2025 2:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the President of IFRC in Afghanistan

This morning Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met in his office with the newly appointed. . .

Sun, Nov 16 2025 3:52 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Civil Society Organization for Justice Advocacy and Empowerment Worth 571,717 Dollars

Earlier this morning on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met in his office with the Honorable. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .