د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په کابل ښار کې ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو بوره، نیم کیلو چای او ۲.۵ کیلو لوبیا ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره