له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې خپل ۱۳ عرادی نقلیه وسایط وپلورل

rahyab
Sat, Jul 12 2025 9:29 PM
news image

نن سهار، د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د ۱۴۴۷/۱/۵ نېټې د ۸۶ ګڼې حکم پر بنسټ، خپل ۱۳ بېلابېل ډوله نقلیه وسایط د آزادې مزایدې (لیلام) له لارې د یو هیئت  تر نظر لاندي  چي د ریاست الوزراء لخوا ټاکل سوې وه، وپلورل.
یاد وسایط، چې د ادارې په اوسني جوړښت کې د ګټې اخیستنې وړ نه‌وو، د ټولو قانوني اصولو او طرزالعملونو په پام کې نیولو سره، په شفافه او علني توګه مزایدې (لیلام) ته وړاندې شول.
د پلورل شویو وسایطو ټولیز ارزښت ۵,۹۳۴,۰۰۰ افغانۍ (پنځه میلیونه، نه سوه څلور دېرش زره افغانۍ) و، او دا اقدام د سرچینو د اغېزناک مدیریت، د اداري شفافیت لوړوالي او د اسلامي امارت د عوایدو د زیاتوالي په موخه ترسره شو.
د ریاست‌الوزرا د حکم سره سم به همدا ټاکل شوی هیئت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لپاره به د یاد حکم سره سم سر د سبا څخه د نویو موټرانو د پیرلو بهیر پیل کړي.
دا مزایده په علني ډول او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس, محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار، او د چارو د محترمې ادارې او د مالیې وزارت د استازو په شتون کې ترسره شوه، تر څو د پروسې بشپړ شفافیت ډاډمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو وسایطو پلور د اسلامي امارت د اداري اصلاحاتو او د سرچینو د ښه مدیریت د پروګرام یوه برخه ده. 
 
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .