د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د زیانمنو سیمو د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې

rahyab
Thu, Jul 10 2025 10:34 AM
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د چک ولسوالۍ د بېکسمند حوزې په سیمه کې ۳۵ کیلومتره سړک، سربندونه، ویالې او کاریزونه چې څه موده وړاندې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمن او تړل شوي وو، د پاک کارۍ چارې یې بشپړې او د ګټې اخیستنې وړ وګرځول شول.
د یاد ریاست رئیس، مولوي فیض‌الله جلالي، له خپلو تخنیکي کارکوونکو سره یو ځای د یادې سیمې لیدنه وکړه، او له نږدې یې د سېلابونو له امله د تړل شویو سرکونو، ویجاړ شویو سربندونو، کاریزونو، ویالو، کرنیزو ځمکو، او د یو شهید شوی مسجد، یو مکتب او یوې مدرسې حالت وڅېړه.
په دغه پروژه کې، د ۳۵ کیلومتره تړل شویو سړکونو د پاک کارۍ لپاره یو عراده اسکواټور په ورځني ډول د ۲۲۰۰ افغانیو په کرایه ونیول شو، او ۵۲ تنه کارګران د خوراکي توکو په بدل کې د کوچنیو کارونو لپاره وګمارل شول.
یاده پروژه د سېلاب ځپلو سیمو د بیا رغونې، زیانمنو خلکو ته د رسېدنې او د ژوند عادي حالت ته د ستنېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .