د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له امله ۱۹ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې له سروې وروسته, هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه بورۍ ٢٥ کیلویي وريجې، دوه عدده سطلونه، ۵ تختې کمپلې، ۱۰ کلچې د لاس مینځلو صابون، د ماشومانو د البسې یو کیټ، یو عدد د غذا خورۍ سیټ، یو ثوب مختلف النوعه البسه(چریکي بستره)، کلورین او د حفظه الصحې بروشر ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۰۱/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره