د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سېلاب ځپلو کورنیو ته د ۳۰۰ کورونو کیلي وویشلې

rahyab
Sat, Jun 28 2025 4:27 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان موسسې (AKAH) ترمنځ لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یادې موسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرامونو د دفتر (UNDP) په مالي ملاتړ، د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره ۳۰۰ نوي کورونه جوړ کړل او مستحقو کورنیو ته یې ووېشل.
له دې جملې څخه، ۱۴ کورونه په دهنه غوري ولسوالۍ، ۱۳۳ کورونه په بغلان مرکزي، او ۱۵۳ کورونه په برکه ولسوالۍ کې جوړ او مستحقو کورنیو ته ووېشل شول.
د یاد‌ونې وړ ده, چې هر کور د درې‌نیم متره مربع په مساحت دوه هستوګنیزې خونې, یو دهلیز او یو تشناب لري، او د هرې کورنۍ لپاره یو کور ځانګړی شوی دی.
د هر کور د جوړولو لګښت ۲۶۰۰ ډالر دی، چې د دې پروژې ټول لګښت ۷۸۰,۰۰۰ ( ۷۸۰ زره) ډالرو ته رسېږي.
دا اقدام هغو کورنیو ته د مرستې رسولو په موخه ترسره شوی، چې د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په ۲۱مه نېټه د ویجاړوونکو سېلابونو له امله یې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Nov 20 2025 2:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the President of IFRC in Afghanistan

This morning Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met in his office with the newly appointed. . .

Sun, Nov 16 2025 3:52 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Civil Society Organization for Justice Advocacy and Empowerment Worth 571,717 Dollars

Earlier this morning on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met in his office with the Honorable. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .