د داخلي پلټنې آمریت

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د داخلي پلټنې آمریت د شفافیت په لوړولو، د فساد په مخنیوي او د اداري فعالیتونو د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لوبوي. دا آمریت د سرغړونو د څېړنې، د فعالیتونو د تحلیل او د اصلاحي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره هڅه کوي چې د ادارې چارې د نافذه قوانینو او مقرراتو سم ترسره شي او سرچینې په اغېزناکه او شفاف ډول ولګول شي. د دې آمریت د اساسي دندو لنډیز په لاندې ډول دي:

1.  پلټنه او څېړنه:
د فساد، ناوړه مالي استفادو یا نورو سرغړونو د ادعاوو یا راپورونو په اړه چې ممکن د ادارې په فعالیتونو کې ترسره شوي وي، کره څېړنه او پلټنه ترسره کول، تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې ټول فعالیتونه د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره کېږي.  

2.  د اصلاحاتو وړاندیز:
په اجرایي او مدیریتي سیستمونو کې د موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندنه او د ادارې د فعالیتونو د ښه‌والي لپاره د اصلاحی حللارو وړاندیز کول.

3.  د مالي سرچینو ساتنه:
د مالي سرچینو او بشري مرستو د لګښت د څرنګوالي پلټنه او څېړنه کول، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه سرچینې په سمه او اغیزناکه توګه کارول شوي دي.

4.  لوړپوړو مقاماتو ته راپور ورکول:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوړپوړو چارواکو او اړوندو نورو ادارو ته د فعالیتونو او د پلټنې او څېړنې د پایلو په اړه کره او مستند راپورونه چمتو او وړاندې کول.


5.  له نورو ادارو سره همکاري:
په اداره کې په آسانۍ سره د داخلي پلټنې د دندو ترسره کولو او د شفافیت د لوړولو په موخه له دولتي او غیر دولتي څارونکو ادارو سره همکاري کول.

6.  د قوانینو او مقرراتو سره د سمون ډاډمنتیا:
دا تضمینول چې د ادارې ټول فعالیتونه، په ځانګړې توګه د پېښو مدیریت او بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیتونه، د ملي او نړیوالو قوانینو او مقرراتو سره سم ترسره شي.

7.  د عملیاتو تحلیل او تجزیه:
د ادارې د ټولو عملیاتو، فعالیتونو او اجرایي پروژو تحلیل او څېړنه کول، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دا چارې د ټاکل شویو موخو او پروګرامونو سره سمې ترسره شوي او له اغېزمنتیا یې ډاډ ترلاسه کول.

8.  د راپورونو تجزیه او تحلیل:
مسئولو مقاماتو ته د کره او مستند راپورونو وړاندې کولو په موخه د پلټوونکو راپورونه، تر سره شویو څېړنو او د بېلابېلو فعاليتونو ارقام او معلومات راټولول او تحليلول.

9.  اصلاحي وړاندیزونه:
په سیسټمونو او بهیرونو کې د ضعف نقطې او ستونزې پېژندل او د فعالیت او اغېزتیا د ښه‌والي په ځانګړي ډول په بحراني حالتونو کې د سرچینو د مدیریت لپاره وړاندیزونه وړاندې کول.

10.  د بهیرونو د ښه‌والي بیاکتنه او څېړنه:
د ادارې دننه بهیرونه یا د فعالیتونو د ټولګې څېړنه، او د هغو د مطابقت کچه له معیارونو او د پېښو د مدیریت له موخو سره څېړنه کول او د لازمو اصلاحاتو لپاره مقاماتو ته سپارښتنه کول.
 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د داخلي پلټنې آمریت د ۱۴۰۲ مالي کال راپور

په ۱۴۰۲ مالي کال کې د داخلي پلټنې آمریت د ټیمونو لخوا د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د ۲۲ (دوه ویشت) دویم بودیجوي واحدونو پلټنه او څېړنه ترسره شوې ده.
په ۱۴۰۳ مالي کال کې د داخلي پلټنې آمریت د ټیمونو لخوا د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د ۳ (درېیو) دویم بودیجوي واحدونو پلټنه او څېړنه ترسره شوې ده.

 

 

 

 

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .