د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Jun 22 2025 9:59 PM
news image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف سازمان په ملاتړ، ۲۲ هغو کورنیو ته چې کورونه یې د بارانونو، واورې او اورلګېدنې له امله په کلي او قسمي توګه ویجاړ شوي وو، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
دا کورنۍ د پنجشیر ولایت د عنابه، رخه، دره، آبشار، حصه اول، پریان ولسوالیو او مرکز بازارک څخه دي، چې دا مرستې ورته له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمیسیون تر څارنې لاندې ووېشل شوې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ٧ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۳ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ١ بورۍ ۲۵ کیلویي وريجې، یوه پایه چینایي چپرکټ او یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، د یونیسف سازمان لخوا هرې کورنۍ ته یوه تخته کمپله، یوه بسته البسه، یو کارتن روغتیایي کېټ او ١٥ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په قسمي توګه ویجاړ شوي وو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري هرې یوې ته ٢ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، یوه بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، یوه پایه چینایي چپرکټ او د یونیسف سازمان لخوا هرې کورنۍ ته یوه تخته کمپله، یوه بسته البسه او یو روغتیایي کېټ ووېشل شو.

نېټه: ١٤٤٦/١٢/٢٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Thu, Nov 20 2025 2:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the President of IFRC in Afghanistan

This morning Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met in his office with the newly appointed. . .

Sun, Nov 16 2025 3:52 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Civil Society Organization for Justice Advocacy and Empowerment Worth 571,717 Dollars

Earlier this morning on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met in his office with the Honorable. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .