د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Jun 21 2025 2:07 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د بیا ودانولو او طبي مرستو موسسې (DARMAN) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۲.۵ کیلو لوبیا، ۲.۱ کیلو چای او ۲ کیلو بوره ووېشل شوه.
ورته مهال، د مرستو ترلاسه کوونکو له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې مؤسسې څخه مننه او قدرداني وکړه او په راتلونکي کې یې د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .