د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست

سریزه

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست، د ماین پاکۍ په برخه کې د یو سکتوري دولتي بنسټ په توګه، په ټول هېواد کې د فعالیتونو د همغږۍ، انسجام، رهبري، د کیفیت کنټرول او د فعالیتونو د څارنې مسؤلیت پر غاړه لري. دغه ریاست، د بشري سرچینو محدودو امکاناتو په درلودو او د ګڼو ننګونو په شتون سره، توانېدلی دی چې لاندې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

 

دا راپور د (۱۴۰۲/۱/۱ څخه تر ۱۴۰۲/۱۲/۲۹) نېټې پورې دی او د افغانستان د ماین پاکۍ ملي پروګرام ټول فعالیتونه، لاسته راوړنې او ننګونې پکې شاملې دي.


ترسره شوي فعالیتونه

  1. د ماینونو او ناچاودو توکو له شتون څخه د ځمکې خلاصون (پاکول او له منځه وړل):
    په ۱۴۰۲ لمریز کال کې، شاوخوا ۸۹ کیلومتره مربع سیمې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له شتون څخه پاکه شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۲۵۹۵ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه، ۴۸۵ کړۍ د ټانک ضد ماینونه، ۳۴۰۴ کړۍ په لاس‌ جوړ شوي ماینونه او ۷۰۲۳۷ عدد ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه وړل شوي دي.

     
  2. آگاهی دهی از خطرات ماین و مهمات منفجره:

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې شاوخوا ۲,۳۰۲,۰۴۸ تنه (نارینه، ښځینه، هلکان او نجونې) د هېواد په بېلابېلو له خطر سره مخ سیمو او همداراز د کډوالو د داخلېدو پولو کې، د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو د پوهاوي له پروګرامونو څخه برخمن شوي دي.

  1. هغو نوو تاسیس شویو بنسټونو ته چې په یاده برخه کې فعالیت کوي، هغوی ته اداري او سازماني اعتبارلیکونه صادر شوي، او د دغو نوو بنسټونو له‌خوا د پوښښ لاندې کسانو په حساب سره، ټاکل شوې موخې ته نه یوازې رسېدلي یو، بلکې تر هغه مو لوړ شمېر ترلاسه کړی دی.
     
  2. له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه ایستل شویو کډوالو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی.
     
  3. د ماین پاکۍ له پروژو څخه څارنه:

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې، شاوخوا د کیفیت ډاډ (QA) ارزونې ۵۶ موارده د HALO Trust، DRC، OMAR، MCPA، ATC، AREA او MDC ماین‌پاکۍ موسسو اړوندو ټیمونو او پروژو څخه ترسره شوې دي.

دا څارنې په  کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، کابل، میدان وردک، پکتیا، غزني، بغلان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې د ۳۱ ماین‌پاکۍ پروژو څخه ترسره شوې دي.
د دغو څارنو په پایله کې، د ماین‌پاکۍ د مؤسسو په فعالیتونو کې یوشمېر جدي تخنیکي سرغړونې (Major NC)، کوچنۍ تخنیکي سرغړونې (Minor NC) او همداراز د څارنې یا مشاهدې موارد (Observations) تشخیص شوي دي او د دې نیمګړتیاوو د اصلاح په موخه، لازم اصلاحي اقدامات ترسره شوي:

  1. د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د جوازلیکونو ورکول او تمدید:

د اسنادو تر څېړنې وروسته، د ماین‌پاکۍ موسسو ۳۱ غیرانتفاعي بشرپاله سازمانونو او د ماین پاکۍ سوداګریزو شرکتونو ته جوازلیکونه تمدید او ورکړل شوي دي.

بشرپاله مؤسسو او د ماین پاکۍ سوداګریزو شرکتونو ته د ماین پاکۍ ۴۱ پروژو عملیاتي جواز ورکړل شوی دی. ۳۶ د ماین‌پاکۍ میخانیکي ماشینونو ته چې د  MCPA، هیلو ټرسټ، DAFA، OMAR  او DRC مؤسسو پورې اړه لري، له تخنیکي او فني څېړنې وروسته د فعالیت اعتباري سندونه ورکړل شوي دي.

د میخانیکي ماشینونو له لارې د ماین‌پاکۍ ملي سټندرد ته تعدیلات راوستل، او په ماشینونو د لاسي جوړو ماینونو د پاکولو موضوع ورزیاتول او د جواز د اخیستنې لپاره یې آزموینه ترسره کول.

  1. د ماینونو او چاودېدونکو توکو قربانیانو ته د روغتیایي مرستو او رواني سلا مشورو وړاندې کول:

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې، په ټول هېواد کې د هغو مؤسسو له لوري چې په دې برخه کې فعالیت کوي، د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله ۱۵۸۲ قربانیانو ته روغتیایي مرستې (مصنوعي لاسونه او پښې، ویل‌چیرونه، فزیوتراپي، او د تګ مرستندویه وسایل)، رواني او ټولنیزې سلا مشورې، او د معلولیت د حقوقو په اړه د پوهاوي خدمات برابر شوي دي.

  1. ۲۴ ساعته بېړنۍ شمېرې ته ځواب وینه:

په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ۲۴ ساعته بېړنۍ شمېرې د اجرااتو په ترڅ کې ۱۸۰۸ اړیکې ترلاسه شوې دي، چې په پایله کې یې له جګړې پاتې ۱۲۰۷۸ ماینونه او چاودېدونکي توکي (EO) د ماین پاکۍ د موسسو د (QRT) بېړنۍ ځواب وینې د ټیمونو له لوري په خوندي ډول انتقال او له منځه وړل شوي دي.

 

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .