د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٢ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Jun 19 2025 4:13 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د IOM او یونسیف سازمانونو په ملاتړ، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د وردوج ولسوالۍ په باشند کلي کې د بارانونو او سېلابونو له امله ٧٢ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ١ د پخلنځي کېټ، ١ د ژمنیو وسایلو کېټ، ٣ تختې کمپلې، ٤ عدده څراغونه، ٤ تختې ترپالونه او ٦٨ کورنیو هرې یوې ته ١ باب خېمه او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ لخوا هرې کورنۍ ته ٢٠٠ کیلو اوړه، ١٨ لېټره غوړي، ٢٥ کیلو دال نخود، ٢ کیلو بیسکویټ، ٢ کیلو مالګه او همدارنګه د یونسیف سازمان له لوري هرې کورنۍ ته یو د حفظ الصحې کېټ ووېشل شو.  

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲٢هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Nov 20 2025 2:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the President of IFRC in Afghanistan

This morning Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met in his office with the newly appointed. . .

Sun, Nov 16 2025 3:52 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Civil Society Organization for Justice Advocacy and Empowerment Worth 571,717 Dollars

Earlier this morning on Sunday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met in his office with the Honorable. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .