د پلان او پالیسۍ ریاست
د پلان او پالیسۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په چوکاټ کې یو له تخنیکي ریاستونو څخه دی او د طرحې، د اصولي اسنادو د انسجام او تدوین، پلانونو، ملي پالیسیو او استراتیژیو په برخه کې د زیانمننې د کمونې او د خطرونو د اغېزمن مدیریت په موخه رامنځته شوی دی.
دغه ریاست مسؤلیت لرې، چې له ټولو اړوندو برخو سره په همغږۍ بنسټیز اسناد، د موخو د څېړلو لپاره د لارې پیداکول او د ادارې مأموریت ترتیب او تطبیق کړي.
د پلان او پالیسۍ ریاست په خپل جوړښتیز تشکیل کې درې آمریتونه، درې عمومي مدیریتونه او یو اجرائیه مدیریت لري، چې هر یو خپلې ځانګړې او تخصصي دندې د ادارې د پلانونو او پروګرامونو په چوکاټ کې پر مخ وړي.
موخې:
- د ادارې د استراتیژیکو پلانونو ترتیبول او طرحه کول؛
- د ادارې د عمومي پالیسیو کول او پراختیا ورکول؛
- د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام د غوښتنې له مخې د ادارې د پراختیایي پروژو د پلان طرحه او ترتیبول او همدارنګه په فرصت سره د پراختیایي بودجې ترلاسه کول؛
- ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو د اړتیا په صورت کې د پلان ګذارۍ په هکله تخنیکي مشورې وړاندې کول.
اساسي دندې:
- صلاحیت لرونکو مقاماتو ته د وړاندې کولو په موخه د ادارې د ریاستونو او مستقلو آمریتونو د نتایجو په اساس د پلانونو تحلیلول او توحیدول؛
- د ریاستونو او مستقلو آمریتونو د کاري لارښودونو طرحه کول او ترتیبول.
- د استراتیژیکو پلانونو طرحه کول او ترتیبول، مرکزي او ولایتي ریاستونو ته د هغې استول؛
- د ادراي فساد پر وړاندې د عملیاتي پلان طرحه کول او ترتیبول؛
- د معلوماتي احصائیو او ارقامو راټولول؛
- د راټولو شویو ارقامو او معلوماتو له مخې د پراختیایي پلان طرحه کول او د وقایې او خطر کمولو ریاست په همکارۍ د پراختیایي بودجې څخه دفاع کول؛
- د ادراې د استراتیژیو مطابق د پراختیایي پروژو د پروپوزلونو طرحه کول او ترتیبول؛
- د بین الوزارتي تخنیکي کمېټو په غونډو کې ګډون کول (پالان نیول او پالیسي جوړول)؛
فعالیتونه:
- د افغانستان د پېښو مدیریت لپاره د ۵ کلن ستراتیژیک پلان ترتیبول او بیا کتنه؛
- د مرکز او ولایتونو په کچه د زیانمنو شویو لپاره د مرستو په موخه د لارښود برارول؛
- د ولایتونو لپاره د (۳۰۰۰۰۰) درې سوه زرو افغانیو مصرفي لارښود آمده کول او ترتیبول؛
- د مرکزي ادارې د ریاستونو او مستقلو آمریتونو لپاره د کاري لارښودونو ترتیبول او تدوینول؛
- له ملي او بین المللي مؤسسو سره د لاسلیکېدونکو تفاهم نامو او تقنیني اسنادو په هکله د نظر وړاندې کول؛
- د عدلیې وزارت د رسمي پاڼې له لارې د پېښو د قانونو مسوده تعقیبول؛
- د پایداره پراختیایي موخو له مخې کارونه ترسره کول؛
- ارایه اهداف، برنامه ها و اولویت های انکشافی اداره جهت شمولیت در استراتیژی انکشاف ملی افغانستان به وزارت اقتصاد؛
- د ادارې د ضعف، قوت، ستونزو (SWOT) نقطو ارزول او له اقتصاد وزارت سره د هغو شریکول؛
- د ادارې سیاست، اقتصاد، اجتماع او ټکنالوژي (PEST) ارزول او د هغو له اقتصاد وزارت سره شریکول؛
لاسته راوړنې
- د طرحه شویو پلانونو د تطبیقولو له مخې د پېښو د مدیریت اړوندو فعالیتونو په ترسره کولو کې غوره همغږي؛
- د ادارې د قانون او مقررې له مخې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ادارې د قوانینو او مقررو تطبیقول؛
- په موسمي خطرونو د معروضو کورنیو لپاره د احتمالي پېښو د ناوړه اغېزو کمول؛
د ۱۴۰۲ کال فعالیتونه
- د پلانونو طرحه کول او ترتیبول: له وړاندې څخه د پسرلي د سېلابونو او د ژمنیو یخونو او د نتایجو له مخې د کلني پلان لپاره آمادګي نیول او د پېښو د مدیریت لپاره د ۵ کلن ملي استراتیژیک پلان ارزول او بیا کتل.
- د ساختماني پروژو لپاره د پراختیایي پلانونو په ترتیبولو کې برخه اخیستل.
- د ادارې له شعبو څخه د احصائیوي معلوماتو او ارقامو راټولول او د احصایې او معلو ماتو محترمې ادارې ته یې د ځواب وړاندې کول.
- د امیر المؤمنین د حکم او فرمانونو سره سم مرور، باز نگری و تخریج قانون و مقرره مدیریت حوادث و تنظیم وظایف اداره مدیریت حوادث به منظور تعدیل و اصلاح آن در همکاری با علماء و محققین، طبق حکم و فرامین امیرالمؤمنین حفظه الله.
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پالیسۍ ترتیبول او تدوینول.
- د بشري مرستو د وېش د څرنګوالي د طرزالعمل په اړه چې د اقتصاد محترم وزارت لخوا دې ریاست ته راغلی، د نظر څرګندول.
- د محیط زیست ملي پالیسۍ په هکله د اصلاحي نظرونو وړاندې کول.
- په کابل پوهنتون کې د پېښو د مدیریت د ماسټرۍ د ګډون لپاره د پروګرامونونو پشنهادونه طرحه او تدوین کول.
- د مرکزي او ولایتي ریاستونو په پېښو پورې اړوند راپورونو توحیدول.
- دCWSA مؤسسې په همکارۍ د ځمکې ښویېدنې پالیسۍ آماده کول او ترتیبول.
- د ډبرو د ښویېدنې په خطرونو باندې د معروضو سیمو لپاره د ډبرو د ښویېدو لارښود آماده کول او ترتیبول.
- د پایداره پراختیایي موخو له مخې د کارونو ترسره کول.
- د اقتصاد وزارت ته د افغانستان د ملي پراختیا په ستراتیژۍ کې د شاملولو لپاره د ادارې موخې، پروګرامونه او د ادارې پراختیایي لومړیتونه وړاندې کول.
AnnouncementsAll announcements
Warning!
Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .