د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې  ووېشلې

rahyab
Sun, May 18 2025 2:35 PM
news image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۷۰ اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وريجې ووېشل شوې. همداراز هغو ٦ کورنيو ته چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي وو، يو باب خېمه هم ووېشل شوه.
د يادونې وړ ده، چې دا مرستې د سيمه ييزو مسؤلینو په شتون کې د مرکز تالقانو، رستاق، کلفګان، ورسج، فرخار، اشکمش، بهارک او نمک آب ولسواليو زيانمنو شويو کسانو ته ووېشل شوې.
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، ملا احمد سیر ساجد، د مرستو د وېش پر مهال له زیانمنو شویو سره وکتل او د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ یې ډاډ ورکړ، چې یاد ریاست به تل له زیانمنو شویو سره یو ځای وي او هڅه به کوي، چې لا ښه او اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.
په پای کې، زیانمنو شویو او د سیمې مشرانو د په خپل وخت رسېدنې او ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست له مسؤلینو یې مننه وکړه.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٩ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .