د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرو بارانونو له امله ۱۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې ورسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د پخلنځي ۱ کېټ، ۱ هایجن کېټ، ۱ بسته کمپلې، د حفظ الصحې ۱ کېټ او ۱ سولري لایټ کېټ ووېشل شول، همداراز، له یادې جملې ۴ کورنیو ته چې کورونه یې په زیاته اندازه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
