له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان مؤسسې تر منځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Sat, May 10 2025 5:44 PM
تصویر خبر

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابی، د درمان مؤسسې د پروژې له مسئول محمد صابر علي‌خېل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې تـرابی صاحب، ښاغلي علي‌خېل ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې له زیانمنو شویو خلکو سره مرسته زموږ له اساسي مسئولیتونو څخه ده، او له همدې امله موږ نه یوازې دا چې د مؤسسو لپاره د خلکو د مرستې زمینه په ټولو ولایتونو کې برابروو، بلکې ملاتړ یې هم کوو.
وروسته د درمان مؤسسې د پروژې مسئول، د دې ترڅنګ چې د یادې مؤسسې د روانې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مشرتابه او کارکوونکو ته یې د همکارۍ، د کار پروسې د چټکتیا، او د مرستندویه مؤسسو لپاره د آسانتیا برابرولو له امله د خیر دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې به ، د ۷۵,۲۰۰ ډالره په ټولیز ارزښت، ۱۴۰۰ کورنیو ته په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هرې کورنۍ ته د ۵۲ ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو یو راشن ویشل کېږي، چې په هر راشن کې به ۵۰ کیلو اوړه،۲۰ کیلو وریجي، ۵ لیټره غوړي، ۲.۵ کیلو لوبیا، نیم کیلو چای او ۲ کیلو بوره شامل دي. په دې توګه چې ۶۰۰ کورنیو ته په کابل، ۴۰۰ کورنیو ته په ننګرهار او ۴۰۰ نورو کورنیو ته په لغمان ولایت کې مرستې ځانګړې شوې دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .