د کابل ولایت له مرکزي ګدام څخه د کاپیسا، لوګر، غزنی، کندهار، زابل، ننګرهار اولغمان ولایتونو ته وریجې ولېږدول شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، نن ورځ پنجشنبه، د کاپیسا، لوګر، غزنی، کندهار، زابل، ننګرهار اولغمان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ هر یو ریاست ته د ١,۰۰۰ بوریو په اندازه ۲۵ کیلویي ۲۵ ټنه وریجې، د کابل ولایت له مرکزي ګدام څخه د طبیعي پېښو له امله احتمالي زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه ولېږدول شوې.
د يادونې وړ ده، چې یاده اندازه وریجې به د یادو رياستونو په ګدامونو کې ذخیره شي او د اړتيا په وخت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰٩ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره