له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کورډ اېډ نړیوالې موسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل 

rahyab
Tue, May 06 2025 3:02 PM
تصویر خبر

نن ورځ د سه شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د کورډ اېډ نړیوالې مؤسسې د عملیاتي چارو له عمومي رئیسې میرمن مونیکا ماریا، په افغانستان کې د کورډ اېډ موسسې رئیس، سید لطیف احمد بشردوست، له ډونرانو سره د اړیکو مسؤلې مېرمن جوهانا ماریا، د کورډ اېډ مرکزي دفتر د بشري پروګرامونو له رئیس، کورنیلیس ډي رونر او د پلاوي له نورو غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې، الحاج ملا نورالدین ترابي، یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې اقلیمي بدلونونو په نړیواله کچه زیاتې منفي اغېزې پرېیښې دي، چې افغانستان هم د خپل جغرافیایي موقعیت له امله له دې بدلون څخه اغېزمن شوی دی.
ترابي صاحب زیاته کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، په افغانستان کې د ټولو فعالو مؤسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي، تر څو خپل فعالیتونه په شفافه او اغېزمنه توګه ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید د افغان ولس د حقیقي اړتیاوو له مخې ووېشل شي او اړین توکي باید د پروژې د پلي کېدو له ځایه وپېرل شي، ترڅو هم سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی شي او هم د ګټې اخیستونکو لپاره ګټور تمام شي.
د ادارې سرپرست همداراز څرګنده کړه، چې افغانستان یو له زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی، او ډېری مؤسسې د بشري مرستو د وېش په برخه کې فعالیت کوي او موږ له هغوی تمه لرو چې د خطرونو د کمولو او مخنیوي بنسټیزو پروژو ته هم لومړیتوب ورکړي.
نوموړي وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، یو جامع او بشپړ معلوماتي سیستم جوړ کړی، چې د کلیو او ولسوالیو تر کچې یې د زیان‌منونکو سیمو معلومات په کې ثبت کړي، او د همدې سیستم له مخې، د اسلامي امارت له بودجې څخه وقایوي پروژې پلي کېږي. هغه له مؤسسو وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېره همکاري وکړي، ځکه وقایه له رسېدنې څخه غوره ده. 
ورپسې، په افغانستان کې د کورډ اېډ مؤسسې رئیس، سید لطیف احمد بشردوست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه، او ویې ویل چې دوی به خپل راتلونکي پرګرامونه د یادې ادارې د مشورو او لارښوونو له مخې تنظیم کړي.
ورته مهال، د کورډ اېډ مؤسسې پلاوي غړو په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام په اړه ژمنتیا وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یادې ادارې وړاندیزونه، په ځانګړې توګه د پروژې د پلي کېدو د ځایونو له بازارونو څخه د توکو اخیستلو او د وقایوي پروژو پراخول به له خپلو ډونرانو سره شریک کړي.
په پای کې دواړو لورو د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د کورډ اېډ پلاوي ژمنه وکړه چې خپلې پروژې به له نورو مؤسسو او ډونرانو سره هم شریکې کړي.

نېټه: ۸ /۱۱ /۱۴۴۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Aug 06 2025 4:41 PM
Background image

An MoU was Signed Between ANDMA and Women's Welfare and Development Organization for Collaborative Projects Worth $19,461

Today on Wednesday afternoon, the General Director of Finance and Administration of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Molvi Mohammad Alam Alamyar, met with. . .

Tue, Aug 05 2025 2:08 PM
Background image

ANDMA and the Halo Trust International Organisation Signed Two MoUs Worth $2,076,245

Today, in morning, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Hajji Mullah Nooruddin Turabi, met with Mr. Ahmadullah, the Deputy of Halo Trust. . .

Tue, Aug 05 2025 10:52 AM
Background image

ANDMA’s Deputy for Disaster Affairs Coordination Meets with Nooristan Province Governor

The Deputy for Disaster Affairs Coordination of Afghanistan National Disaster Management Authority, Al-Haj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), led a delegation of technical,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .