په کندهار ولایت کې ۶۵۵ کړۍ ماینونه او ناچاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د کندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماين پاکۍ موسسو په همکارۍ، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې، په بریالیتوب سره ۶۵۵ کړۍ ماینونه او ناچاودېدونکي توکي، چې له جملې څخه یې ١٤ بشکه یي ماینونه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شتون درلود کشف او خنثی کړي دي.
د دې تخنيکي عملياتو تر څنګ د دې ولایت په کچه د زيانمنونکو سيمو له ١١ زره او ۴۰۰ څخه د ډېرو اوسېدونکو لپاره د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په لاره اچول شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې دا اقدامات د ځایی اوسېدونکو د ژوند د ګواښونو د کمولو او د جنګونو څخه د احتمالي پاتې شویو ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د وګړو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره نیول شوي وو.
نېټه: ١٤٤٦/١١/٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره