له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تورخم د کډوالو پنډغالي اړوند له روغتیایي کلینیکونو سره د څو قلمه درملو مرسته وکړه

rahyab
Sun, May 04 2025 11:03 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې يو پلاوي د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، قاري نورالدین رستم‌خېل په مشرۍ د مهماتو د کارپوه محمد حامد وردګ په ملتیا، د تورخم د کډوالو له پنډغالي څخه د لېدنې او د دې پنډغالي روغتیایي کلینیکونو ته د قزاقستان لخوا د مرسته شویو درملو د وېش په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې، د قزاقستان مرسته شوي درمل د تورخم د کډوالو د پنډغالي روغتیايي مرکزونو ته د آریا ماین‌پاکۍ موسسې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، او نورو اړوندو سازمانونو په همکارۍ ووېشل شول.
د دې سفر پر مهال، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازو، د پچیرا اګام ولسوالۍ د خلکو استازو، او د آریا ماین‌پاکۍ موسسې د استازو په ګډون یو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د مرستو د اغېزمن وېش لپاره د اړینو همغږیو او د کډوالو د روغتیايي اړتیاوو د څېړلو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د قزاقستان له هېواد څخه د دغو بشري مرستو له امله مننه قدرداني وکړه او ټینګار کوي چې د کډوالو او اړمنو د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره به هڅې دوام ولري.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .