په کابل کې د سوداګریزو مرکزونو په اړه د اور لګېدنې د مخنیوي د دایمي تخنیکي کمېټې غونډه تر سره شوه

rahyab
Thu, May 01 2025 8:36 PM
news image

د اور لګېدنې د مخنیوي د دایمي تخنیکي کمېټې غونډه د کابل ښار په مارکیټونو او سوداګریزو مرکزونو کې د اور لګېدنې د خطرونو د کمولو او خوندیتوب په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اور لګېدنې چارو د کارپوه قاري اجمل عمري په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ، د افغان ملي بیمې شرکت، د اطفايې د عمومي ریاست او نورو اړوندو بنسټونو استازو شتون درلود.
په دې غونډه کې، قاري اجمل عمري د دې کمېټې د کړنو د مثبتې ارزونې په ترڅ کې وويل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، ښاروالۍ او د اطفایې ریاست ځانګړي استازي به د چک ليستونو د وېش لپاره وګومارل شي. هغه زیاته کړه چې د پمپ سټیشنونو د معیاري کولو بریالیو تجربو یې د مارکیټونو د معیاري کولو د مثبتو پایلو هیلې زیاتې کړې دي.
په دې غونډه کې همدارنګه، په دې هم ټینګار وشو چې د چک لیست یوه کاپي دې د هر سوداګریز مرکز مسؤل ته وسپارل شي او د خوندي تدابیرو د عملي کولو په برخه کې دې لازمې زده کړې ورکړل شي. دا لړۍ باید د اړوندو سیمه ییزو مسؤلینو او د مارکیټونو د مدیرانو په شتون کې ترسره شي.
د غونډې په پای کې، په کابل کې د سوداګریزو مرکزونو د خوندي کولو بهیر په اغېزمنه توګه د پیل په موخه د چک لیستونو د تطبیق او وېش لپاره د شنبې او یکشنبې ورځې ځانګړې شوې.

نېټه: ۱۴۶۶/۱۱/۰۳ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .