د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د دې ادارې لخوا د استنادي دېوال د جوړېدو کار له بشپړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

rahyab
Thu, May 01 2025 8:30 PM
news  image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د علینګار ولسوالۍ په محمد افضل بېله سیمه کې د ۴۹ متره په اوږدوالي استنادي دېوال رسماً ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا پروژه د سېلابونو د خطرونو کمولو، د هستوګنیزو کورونو او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د ۱ میلیون افغانیو په لګښت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او د قراردادي شرکت لخوا بشپړه شوه.
د استنادي دیوال د پرانستې په مراسمو کې د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئيس محترم  قاري خير محمد غازي، د لغمان ولايت د مقام د دفتر رئيس قاري شکرالله کاوون، د علینګار ولسوال قاري نورالهادي صارم, د یاد رياست مسؤلینو, د کلي ملکانو او  سیمه‌ ییزو اوسېدونکو شتون درلود.
د مراسمو پر مهال، مسؤلینو د ځایي زیربناوو د پیاوړتیا او د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنې د زغم وړتیا په لوړولو کې د دې پروژې پر ارزښت ټینګار وکړ.
په پای کې د سيمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کولو څخه خوښي وښوده او د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو مننه وکړه.
   
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .