د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF سازمان په همغږۍ، د یاد ولایت د پریان، رخه، حصه اول، شتل او دره ولسوالۍ اړوند ١٠ زیانمنو شویو کورنیو ته، چې د هستوګنې وړ کورونه یې د باران ورېدو له امله ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٢ بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ١ پایه چینایي چپرکټ، ١٨ ډبي شیدې،١ روغتیایي کېټ، ١ بسته بکسي البسه او ٢٠ کلچې صابون ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/٣٠ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره