د کونړ ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې د دې ادارې لخوا د استنادي دېوال د جوړېدو کار له بشپړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

rahyab
Mon, Apr 28 2025 4:15 PM
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ډانګام ولسوالۍ په دوبندو سیمه کې د ۵۰ متره په اوږدوالي او د ۵ متره په لوړوالي استنادي دېوال رسماً ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا پروژه د ۱ میلیون افغانیو په لګښت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل شوې او د ناصر سلیم ساختماني شرکت لخوا په ۴۳ ورځو کې بشپړه شوه.
د دې پروژې د پرانستې مراسم، د کونړ ولایت د مقام د دفتر رئیس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د ډانګام ولسوال، او د خطرونو د کمولو او مخنیوي مدیر په ګډون ترسره شول، په دې مراسمو کې چارواکو ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د حل او اړینو خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل، چې د استنادي دېوال په جوړېدو سره د سیان درې عمومي سړک، یو کانکریټي پل، یوه زرنده، یوه امنیتي پوسته او شاوخوا ۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له خطره خوندي پاتې شوه. هغوی د دې ډول نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۳۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .