د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ زیانمنو نکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د People in Need PIN، نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند ۱۶۹ زیانمنو نکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادولو وړ ده، چې دغه مرستې د ” زیانمنونکو کورنیو لپاره د بیړنیو مرستو “ پروژې په چوکاټ کې هرې کورنۍ ته د ٥,٣٥٥ افغانیو معادل ۷۴ امریکایي ډالر په نغدي ډول ووېشل شول، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۹۰۴,٩٩٥ ( ٩٠٤ زره او ٩٩٥ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٣٠ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره