د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ٥٦٥ زیانمنو شویو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز فیض آباد اړوند ٥٦٥ زیانمنو شویو او بېوزلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ١٤٠ کورنیو هرې یوې ته ١٢,٦٨٠ افغانۍ او ٤٢٥ هرې کورنۍ ته ١٠,٦٥٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٦,٣١٥,٤٥٠ ( ٦ میلیونه، ٣١٥ زره او ٤٥٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/۲۴ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
