په لغمان ولایت کې د یو استنادي دیوال د جوړېدو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

rahyab
Tue, Apr 22 2025 11:24 AM
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت دولت شاه ولسوالۍ په بانډه دور بازار سیمه کې د ۳,۳۹۴,۴۶۰ (۳ میلیونه ۳۹۴ زره او ۴۶۰) افغانیو په لګښت د یو استنادي دیوال د جوړېدو کار له بشپړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.
په دی پروګرام کې چې د لغمان ولایت والي محترم شیخ شیر احمد حقاني, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شو, د یاد ولایت والي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو ستاینه وکړه او ویې وېل چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین تل د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره هڅې کوي او په راتلونکې کې به هم دغه ډول پروژې پلي کړي. 
ورته مهال, د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس قاري خیر محمد غازي ووېل چې, دا  پروژه په لوړ کیفیت سره بشپړه شوه او د پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.
همداراز, د سېمې خلکو د پروژې په پار له یادې ادارې څخه مننه او قدرداني وکړه او ویې وېل, چې د استنادي دیوال په جوړېدو سره به د سیمې عمومي سړک او کرنیزې ځمکې د سیند د اوبو له خطر څخه خوندي پاتې شي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .