د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Apr 19 2025 2:37 PM
تصویر خبر

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, UNICEF او WFP سازمانونو په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۴ هغو کورنیو ته چې، د طبیعي پېښو له امله یې کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د WFP لخوا ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، ۱ کیلو بسکوټ، ۱.۵ کیلو تغذیوي مواد، د ښځو د تقویې لپاره ۳ کیلو مواد، هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، د IOM لخوا یو باب خیمه، همداراز، هرې کورنۍ ته د پخلنځي د لوښو یو سیټ، ۳ تختې کمپلې او د UNICEF لخوا هرې کورنۍ ته یوه بسته روغتیایي کېټ، یوه بسته البسه او ۲۰ کلچې صابون ووېشل شول. 
 
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .