د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکتیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د خان آباد او دشت ارچي ولسوالۍ اړوند ١٠٠ کورنیو ته، چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي وو، وروسته له سروې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د درېیم پړاو په توګه ۳,۹۰۰ افغانۍ، چې هرې کورنۍ ته په درې پړاوونو کې د ۵۵۰ ډالرو معادل افغانۍ په نظر کې نیول شوې وې, ووېشل شوې.
باید وویل شي، چې پر دې سربېره ۴۲ کسانو ته د تشنابونو د جوړولو لپاره ۴۰۷۰ افغانۍ، له ۵۳ کسانو څخه هر کس ته د ۱۴۰ ډالرو معادل افغانۍ د تشنابونو د ترمیم لپاره او له ۱۲ بې سرپرسته کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۲۴۸۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/١١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره