د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ جوړېدو له کارونو څارنه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خطرونو د مخنیوي او کمولو ریاست تخنیکي پلاوي د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ جوړېدو د کارونو له پرمختګ څخه څارنه وکړه.
یاده پروژه، چې د ښارجوړونې وزارت په همکارۍ ډیزاین شوې او د خالد سیرت ساختماني شرکت سره یې قرارداد شوی، کارونه یې له نقشې او پلان سره سم پر مخ روان دي او د تخنیکي ټیم له لوري اړوندو مسؤولینو ته مهمې تخنیکي مشورې او سپارښتنې وړاندې شوې. همداراز، ټینګار وشو چې یاده پروژه باید په معیاري توګه، پر وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ودانۍ د جوړېدو په بهیر کې رامنځته شوې ځینې نیمګړتیاوې هم په نښه شوې، او د مسؤلنیو لخوا د دغو نیمګړتیاوو د حل لپاره د چټک او اغېزناکو ګامونو اخیستو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.
دا پروژه چې د اسلامي امارت د بنسټیزو خدماتو د پراختیا په موخه پلي کېږي، او تمه ده چې له بشپړېدو وروسته به یې د ولایت په کچه د پېښو مدیریت او زیانمنو خلکو ته د رسېدنې په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره