د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبعي پېښو له امله زیانمنو شویو ٦٦ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-Habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د کابل ښار د ٦ مې ناحیې اړوند ٦٦ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٢٥٠ ډالره نغدې پیسې ووېشل شوې، چې په ټوله کې د یاد شمېر کورنیو لپاره د کورونو د ترمیم په موخه، ١٦٥٠٠ امریکایي ډالر ځانګړي شوي وو.
نیټه: ۱۴۴۶/١٠/١٠
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره