له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرانست 

rahyab
Sat, Apr 05 2025 10:14 PM
news image

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د عینو مینې په ښارګوټي کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرانست. 
د پرانستنې په دې مراسمو کې د کندهار ولایت مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي،  دکندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج قاري عبدالسلام عمري، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د یادې ادارې تخنیکي کارکوونکو او یو شمېر مشرانو او د سیمې خلکو شتون درلود.
ترابي صاحب جوړې شوې غونډې ته وویل چې نن موږ د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیلوو او دا پروژه به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړه شي. او دا به درې پوړیزه اساسي ودانۍ وي. چې اول پوړ   زیرخانه  به یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ګدام لپاره وي دویم پوړ به یې ۶ اطاقه دفترونه وي او درېیم پوړ به یی هم ۶ خونې ولري چې ټولټال به د ۳۶۴ متر مربع په ځمکه کې جوړه شي.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه چې له دې وړاندې مو د میدان وردګ، کاپیسا، خوست او سمنګان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د اداري ودانۍ د جوړولو کار پیل کړې چې په ټاکل شوي وخت به یې کارونه بشپړ شي.
ورته مهال د کندهار ولایت مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست هڅې وستایلې او ویې وېل،چې د دې پروژې پلي کول د ټولنې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج قاري عبدالسلام عمري ژمنه وکړه چې د ودانۍ د جوړولو پر بهیر به دوامداره څارنه کوی او د کار کیفیت ته به ځانګړې پاملرنه کوی.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۰۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .