د زابل او ارزګان ولایتونو ته له زیانمنو سره د مرستې په موخه د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د لېږد بهیر پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، زابل او ارزګان ولایتونو ته د احتمالي پېښو له امله زیانمنو کسانو سره د مرستې په موخه د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د لېږد بهیر پیل شو.
د یادونې وړ ده چې له مرکزي ګدامونو څخه ارزګان ولایت ته ۶۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۵۰۰۰ کلچې صابون، او زابل ولایت ته ۶۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۴۰۰۰ کلچې صابون, یادو ولایتونو ته د احتمالي زیانمنو سره د مرستې لپاره لېږدول کېږي.
یادې مرستې به د اړوندو مسؤلینو په شتون کې، له سروې وروسته په یادو ولایتونو کې زیانمنو ته ووېشل شي.
نېټه:۲۳/ ۹/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره