د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فیضآباد ولسوالۍ د سیندد شکن تحکیماتي پروژه پیل کړل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فیضآباد ولسوالۍ د سیند د تحکیماتو چارې د ۱,۲۰۲,۰۰۰ افغانیو په لګښت پیل کړل.
د دې پروژې د بنسټ کېښودو مراسم د جوزجان ولایت والي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس او سیمهییزو مسوولینو په شتون کې ترسره شول.
یاد شکن، چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د پسرلني سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، تر تحکیم وروسته به د سېلابونو له راوتلو او له زیانونو څخه به یې د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ساتنه وکړي.
یاده پروژه د ۱۶ متره په اوږدوالي، ۵ متره پلنوالي او ۱۰ متره په لوړوالي د سنګکارۍ او ګبیونکارۍ چارې لري، چې د جوړولو لپاره به یې ۴۸۰ مترمکعبه زینه يي ډوله ډبرې وکارول شي.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د دې پروژې په پلي کېدو کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.
نېټه:۱۴۴۶/۰۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره