له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د ډنمارک سره صلیب او د سره صلیب نړیوال فدراسیون ترمنځ تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
Mon, Mar 17 2025 10:08 PM
تصویر خبر

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د ډنمارک سره صلیب او د سره صلیب نړیوال فدراسیون ترمنځ تخنیکي غونډه، د نړیوالو اړیکو سرپرست رئیس، برهان‌الدین خان، د پلان او پالیسۍ رئیس، مولوي محمد جاوید عباس، په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مسئول، محمد الشمعه، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو مسئول، احمد ولي، د سره صلیب نړیوال فدراسیون عملیاتي مسئول، سیامک حارث او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو په شتون کې د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
د دې غونډې موخه، په افغانستان کې د پېښو مدیریت لپاره د اروپایي ټولنې د ملاتړ او مرستو جلبولو د پروپوزل ترتیبول و.
په دې غونډه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د خپلې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، پروګرامونو، ستراتیژیو، پلانونو او کاري برخو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بېړنیو حالاتو او پېښو مدیریت په برخه کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
ورپسې، د ډنمارک سره صلیب او د سره صلیب نړیوال فدراسیون استازو د نږدې همکاریو لپاره چمتووالی وښود او د پېښو د مدیریت په برخه کې یې د یادې ادارې پر ملاتړ ټینګار ورکړ.
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د بېړنیو حالاتو په ترڅ کې د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ، د پروپوزل د نسخې تبادلې او نورو اړوندو موضوعاتو پر سر موافقه وکړه.

نېټه:‍۱۴۴۶/۹/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .