په لغمان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې کمېټو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د چمتووالي تجهیزات وسپارل شول

rahyab
Thu, Mar 13 2025 12:36 AM
news image

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د همغږۍ پر بنسټ، د لغمان ولایت الینگار ولسوالۍ په سنګر هارون‌خېل کلي، د الیشنګ ولسوالۍ په سالاب منځ‌ او بره‌کنده کلیو او همداراز د مرکز مهترلام اړوند په عمرزي دنده او قوال‌خېل کلیو کې په بېړنیو حالاتو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي پنځه کمېټې جوړې شوي دي. یادې کمیټې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)  په مالي او تخنیکي ملاتړ تأسیس شوي دي.
په مجموعي ډول، ۳۰ سړي او ۳۰ ښځې د دې کمیټو د غړو په توګه روزل شوي دي. هرې کمیټې ته یو ۱۰ فوټه کانټینر او ۶۹ قلمه اړین تجهیزات ورکړل شوي، چې د سیمې د مشرانو لخوا ترلاسه شول.
د دې مرستو موخه دا ده چې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او نورو پېښو پر مهال د ژغورنې امکانات برابر شي. دا چمتووالی ډېر ارزښت لري، ځکه چې په بیړنیو حالاتو کې د دغو تجهیزاتو له لارې ټیمونه کولای شي زیانمنو کسانو ته حیاتي مرستې ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د ژغورنې وسایل د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره اساسي رول لري او په بېړنیو شرایطو کې د زیانمنو کسانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته اسانتیاوې برابروي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Oct 07 2025 3:32 PM
Background image

An MoU for joint cooperation, valued at 292,399 US dollars, was signed between ANDMA and the Aga Khan Development Network

Today, on Tuesday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Rahatullah Baig, the Executive. . .

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

Sun, Oct 05 2025 9:56 AM
Background image

The Director General of ANDMA Honors Seventeen National Traders from the Country for Assisting Victims of the Recent Kunar Earthquake

Today in evening, the esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with seventeen national. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .