د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یکاولنګ ۲ ولسوالۍ ۹۰۰ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته چې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ سروې او تثبیت شوي وې، نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې، په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۸۶۰ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۲،۵۷۴،۰۰۰ (۲ میلیونه او ۵۷۴ زره) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
همدرانګه په پام کې ده چې په راتلونکې میاشت کې به هم یاد شمېر کورنیو ته د CWSA موسسې لخوا ژمنۍ نغدي مرستې ووېشل شي.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳