د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Save the children موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د غورک ولسوالۍ اړوند ۱۲۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د ژمنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۴,۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۱,۸۳۷,۵۰۰ (۱ میلیون ۸۳۷ زره او ۵۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه: ۱۳/ ۹/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره