د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Mar 05 2025 10:19 PM
news image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال سازمان (WFP)، د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق (UNFPA) او د UNICEF سازمان سره په نږدې همکارۍ، د زیانونو له ارزونې وروسته ۹۶ کورنیو ته چې د وروستیو له سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، اړینې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو نسک، ۲ کیلو مالګه، ۱۸ لیټره غوړي، د ماشومانو لپاره ۳ کیلو شیدې، روغتیایي بستې، کمپلې، د پخلنځي توکي، د بېړنۍ سرپناه کېټونه، سولري څراغونه، پلاستیکي فرشونه او ۳۴ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، خیمې ووېشل شوې.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارهv

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .