د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۴۵ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلاميک ریلیف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیانو ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، له سروې وروسته د دې ولایت د مرکز اړوند ۵۴۵ مستحقو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د روژې مبارکې میاشتې تر سرلیک لاندې ۴۹۰۰ افغانۍ نغدي وویشل شوې، چې په ټوله کې ۲,۶۷۰,۵۰۰ ( ٢ میلیونه، ٦٧٠ زره او ٥٠٠ ) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته په پام کې نیول شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٨/٢٤
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره