له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د OMAR موسسې د ماین‌پاکۍ پروګرام له مسئول سره د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه

rahyab
Sun, Feb 16 2025 4:05 PM
news image

نن ورځ یکشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د OMAR  موسسې د ماین‌پاکۍ پروګرام له مسئول محترم فضل الرحیم رحیمي او د دې موسسې حقوقي سلاکار انجینر عبدالرحمن احمدزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب ټینګار وکړ چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لا هم ګڼ شمېر ماینونه او د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي شتون لري. هغه زیاته کړه چې اوس له هر وخت څخه زیات، د موسسو لپاره ښه فرصت برابر شوی، ترڅو خپل فعالیتونه چټک کړي او ککړې سیمې ژر تر ژره پاکې کړي ترڅو خلک د ماینونو له خطرونو څخه وژغورل شي.
ورپسې، د OMAR موسسې د ماین‌پاکۍ پروګرام مسئول فضل الرحیم رحیمي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له لوري له موسسو سره د همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې OMAR موسسه له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هېواد په کچه د ماین‌پاکۍ په برخه کې فعالیت لري او خلکو ته یې ارزښتناک خدمات وړاندې کړي دي
ښاغلي رحیمي د تفاهم‌نامې جزئیات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا پروژه د UN-OCHA دفتر په مالي ملاتړ، د هېواد د شمال او شمال ختیځ په ۹ ولایتونو کې د ۶۵ ولسوالیو په کچه د ماین‌پاکۍ په برخه کې پلي کېږي، چې په دې پروژه کې د عامه پوهاوي او په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو پاکولو او د سروې پروګرامونه شامل دي. 
د یادونې وړ ده چې دا موسسه به د ۴۰۰,۰۰۰ ډالرو په ارزښت د بدخشان ولایت په ۸ ولسوالیو، د تخار ولایت په ۱۶ ولسوالیو، د کندز ولایت په ۲ ولسوالیو، د بغلان ولایت په ۹ ولسوالیو، د سمنګان ولایت په ۳ ولسوالیو، د بلخ ولایت په ۱۰ ولسوالیو، د جوزجان ولایت په ۶ ولسوالیو، د فاریاب ولایت په ۷ ولسوالیو، او د سرپل ولایت په ۴ ولسوالیو کې  ۱۹۱,۷۶۴ متر مربع سیمې له ماینونه او ناچاودو توکو څخه پاکې کړي. همداراز، د ۸۰۰۰ کسانو لپاره یی د عامه پوهاوي برنامی ترسره کړي او ۱۸,۶۷۴,۷۴۲ متر مربع په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې سیمې به سروې کړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Wed, Aug 20 2025 2:50 PM
Background image

The General Director of ANDMA and the Head of the Turkish Red Crescent in Afghanistan had a Meeting

Today, in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of the Turkish Red Crescent in. . .

Sun, Aug 17 2025 2:38 PM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Afghan Women's Social Organization

Today, morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with Mr. Imranullah Kamran, Project Manager. . .

Mon, Aug 11 2025 3:57 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation Valued at 7,391 USD was Signed between ANDMA and the Green Afghanistan Agriculture and Livestock Organization

Today in afternoon, the General Director of Finance and Administration of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Hajji Molvi Mohammad Alam Alamyar, met with the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .