د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹,۷۶۱,۸۰۴ افغانۍ نغدي پیسې ۱۶۵ زیانمنو کورنیو ته ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, په برکه ولسوالۍ کې د ۱۶۵ کورنیو ته چې کورونه یې د سېلابونو له امله ویجاړ شوي وو, یادو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په لومړي پړاو کې ۳۴ کورنیو هرې یوې ته ۷۰,۳۳۰ افغانۍ او په دویم پړاو کې پاتې نورو ۱۳۱ کورنیو هرې یوې ته ۵۶,۲۶۴ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۹,۷۶۱,۸۰۴ (۹ میلیونه,۷۶۱ زره او ۸۰۴) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
د یادونې ده چې دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, موسسې او د برکه ولسوالۍد استازو په شتون کې ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره