له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د اسلامي هوساینې نړیوالې موسسې له سرپرست سره د ۴۱۴,۸۶۵ (څلور لکه څلورلس زره اته سوه پنځه شپیته) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
Wed, Feb 05 2025 4:24 PM
news image

نن د چهار شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د اسلامي هوساینې نړیوالې موسسې له سرپرست محترم شريف احمد سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اسلامي هوساینې نړیوالې موسسې له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا د روژې میاشتې مرستې ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي او اړتیا ده چې د روژې مبارکې میاشتې له را رسېدو مخکې مستحقو کسانو ته وویشل شي.
 همداراز نوموړي غوښتنه وکړه چې دا ډول مرستې دې د هېواد په نورو برخو کې هم اړمنو خلکو ته ورسیږي.
وروسته د اسلامي هوساینې نړیوالې موسسې سرپرست شريف احمد، د ترابي صاحب له هرکلي او همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا مرستې د روژې میاشتې مرستې تر نامه لاندې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو بې‌وزله او اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو برابرولو په موخه په هرات او غور ولایتونو کې ویشل کېږي.
د یادونې وړ ده چې یاده تفاهم نامه چي د  414865 څلور لکه څلورلس زره اته سوه پنځه شپیته ډالرو په  ارزښت لاسلیک سوه له مخې به یې  په هرات او غور ولایتونو کې ۴,۶۵۱ کورنیو ته د روژې میاشتې لپاره مرستې ورکړل شي، چې هرې کورنۍ ته به ۵,۰۴۹ افغانۍ ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۶ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .