د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د یونیسف موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په خروار ولسوالۍ کې ۲۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، یوه تخته کمپلې او یوه روغتیايي بسته وویشل شوه.
په وروستیو کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له یاد ریاست او موسسې څخه قدرداني او مننه وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٨/٤ هـ.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره