له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو مؤسیسې د راغلي پلاوي سره وکتل

rahyab
Mon, Feb 03 2025 9:24 PM
news image

نن ورځ دو شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي سیف الله خالد د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو مؤسیسې د رئیس حاجي محمد حلیم او معاون مصطفی خان سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره دبهر هیوادونو څخه مرستي راټولوي او پر مستحقو کسانو یی ویشي  او ددې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي. 
او زیاته یې کړل چي دټولو مؤسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبعي او غیري طبعي پیښو زیانمنو کورنیو سره پوره همکاري وکړي.
د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو مؤسیسې رئیس حاجي محمد حلیم وویل غواړو چي افغان اولس ته دبیلابیلو لارو څخه مرستي برابري کړو او پر مستحقو کسانو یی وویشو.
همداراز یی وویل چي ددې اونۍ تر پایه به په کابل ولایت کي ۲۰۰ زیانمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستي ویشل کیږي چي هري کورنۍ ته  ۵۰ کیلو وړه،۱۰ کیلو ورجي، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو شین چاوي،  ۳۵ کیلو لرګي د بخارۍ لپاره،د  ماشومانو لپاره ۱دانه جمپر، یوه جوړ کرمیچ او یوه جوړه جرابي ویشل کیږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۴  هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .