د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د کابل ښار د څلورمې او اوومې ناحیې اړوند ۱۳۵ زیانمنو کورنیو ته د سون توکو او د ژمنیو جامو د پېرلو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د څلورم قسط ٢,٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۳۷۸,۰۰۰ (۳۷۸ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر هرې کورنۍ ته به په راتلونکې کې د ٣٢٠ ډالرو معادل افغانۍ په اته قسطونو کې ووېشل شي.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
