د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په شینواري, سیاګرد, سیدخېل او جبل السراج ولسوالیو او په مرکز کې د واورې او اورلګېدنې له امله ۵۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه بسته ژمنۍ البسه, ۵ تختې کمپلې, یو پلاستیکي سطل, د اوبو ۲ سطلونه, یو سیټ لوښي, ۱۵ کلچې صابون, او یو روغتیایي کېټ همدارنګه 14 نورو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره