د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په کندهار ښار کې د تېرو بارانونو له امله ۲۸ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۱۲ تختې کمپلې، دوه جوړه څپلۍ، یو پلاستیکي سطل او همدارنګه له یاد شمېر څخه ۲ کورنیو هرې یوې ته ۱ باب خیمه او یوې کورنۍ ته یو ترپال ووېشل شو.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره