د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۰ اړمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ، د شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو اړوند ۲۱۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو کېټ، هایجن کېټ، بېړنۍ کېټ او یو شمېر نور کېټونه ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري له مرستو برخه منو کورنیو ته د اورلګېدنې څخه د مخنیوي، د ګازي بخاریو د خطر او د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه پوهاوی هم ورکړل شو.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره