د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۶ زیانمنونکو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت په مرکز کې ۵۶۶ زیانمنونکو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له یادې جملې ۴۱۳ خورا زیانمنونکو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۹۹۰ افغانۍ او ۳ تختې کمپلې، ۹۱ نورو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۲۰۰ افغانۍ او ۶۲ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۴,۷۱۵ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۱۱,۴۱۹,۴۰۰ (۱۱ میلیونه، ۴۱۹ زره او ۴۰۰) افغانۍ د ۵۶۶ کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره